لیکوال: قاري محمد یوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 2
دکندهار په میوند ولسوالۍ کې چې تیرماښام رسنیو دکرزي دادارې دچار واکو په وینا یو را پور خپور کړ چې ګواکي څو تنه لوبغاړي په راکیټي برید کي وژل شوي دي او دا برید یې طالبانو منسوب کړ، موږ دکرزي د ادارې دچارواکو دا ادعا په کلکه ردوو او له خپل لوري پر رامنځ ته شوې پیښه خپګان ښیو او داکار ددښمن داستخباراتي کړیو،او دولتي ایله جار یانوبولو چي په نوموړې سیمه کي یې دخلکو ژوند نور هم ستونزمن کړی او دشخصي عقدو پر بنا داسي او دې ته ورته اعمال ترسره کوي
باید یادونه وکړو چي موږ خپل دښمنان ډیر ښه پیژنو موږ هیڅ کله هم داسي ځایونه تر هدف لاندي نه نیولي او نه یې هم نیسو زموږ هدف یوازي یرغلګر او به هغوئ پورې تړلي بانډونه او هغه څوک چي دکرزي په فاسده اداره کي کار کوي ، خو داپیښه چي دوی یي پر طالبانو پړه اچولې دمجاهدینو له لوري نده تر سره شوې ځکه په دې وخت کي په نوموړې سیمه کي داسلامي امارت دمجاهدینو له لوري کوم عملیات ندي تر سره شوي ۰
قاري محمد یوسف احمدي داسلامي امارت ویاند 2014/1/19
افغانستان